ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ نداء محمد ندیم د بامیان پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې د ګډون ترڅنګ یو شمېر پروژې پرانیستې

د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د دې وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې پرانیستې.

نوموړي د بامیان ولایت ته د خپل د رسمي سفر پر مهال د یاد ولایت پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې ویلي، چې محصلین باید په خپل مسلک کې تخصص ترلاسه کړي او په ډېر اخلاص د افغانستان د ودانولو هڅه وکړي.

ښاغلي ندیم زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د خپلو ځوانانو لپاره د زده کړو اسانتیاوې او کار زمینه برابره کړي. 

د لوړو زده کړو وزیر د اسد ۲۴مې، فتحې ورځې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان په جهاد کې ټولو افغانانو ونډې اخیستې، موږ د جهاد په ډګر کې بریالي شوي یو او اوس د خدمت کولو امتحان سره مخ یو. 

همدارنګه نوموړي د یاد سفر پر مهال د بامیان پوهنتون داخلي سړکونو، احاطوي دېوال، د لیلیې سولر سیستم او کانتین پروژې هم پرانیستې دي.