ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر سره وکتل

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس احمدالله وثیق په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ورزشي اړیکو د پراختیا پر اړه خبرې کړې او په ورزشي برخه کې ‌یې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مولوي احمدالله وثیق د هېواد د ورزش ادارې د وروستیو فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌ راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې ورزش د ملتونو تر منځ د کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لوبولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د ورزشي اړیکو د پراختیا لپاره چمتو دی. دغه‌راز د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو تر منځ یې د اړیکو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د ورزشي اړیکو په پراخېدو خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې ورزش د ملتونو تر منځ د اړیکو یو پُل دی او لا ډېرې همکارۍ رامنځته کولای شي.

هغه د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو تر منځ د دوستانه سیالیو د ترسره کولو وړاندیز کړی او هیله یې ښودلې، چې د افغانستان ورزشکاران دې د قزاقستان په ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي او همداراز قزاقي ورزشکاران دې افغانستان ته راوبلل شي.

په پای کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ښو اړیکو او ورزشي همکاریو پر دوام ټینګار کړی او هیله ‌یې څرګنده کړې، چې دا تعاملات به په نږدې راتلونکې کې عملي او اغېزناکې لاسته‌راوړنې ولري.