ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه په ملي دفاع وزارت کې ونمانځل شوه

له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه د ملي دفاع وزارت په تالار کې ونمانځل شوه.

په دې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

دوی د خپلواکۍ پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې افغانانو تل خپلواکي د سر په بدله ګټلې ده او ساتل یې پر ټولو لازمي دي.

د اسلامي امارت چارواکو پر لا یووالي ټینګار کړی او له اشغال څخه د مخنیوي په موخه یې فکري یووالی، تعلیم او قوي اراده ضروري ګڼلې ده.

هغوی ژمنه کړې، چې هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې اجازه ورنه کړي او زیاته کړې یې ده، هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر په سر کې لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.

د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، چې دغه خپلواکي د افغان مجاهدینو د جهاد او قربانیو پایله ده.

افغانانو ۱۰۶ کاله وړاندې له برېتانیوي استعمار څخه خپلواکي واخیسته. دا ورځ هر کال د ویاړلې او تاریخي ورځې په توګه نمانځل کېږي.