ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د استقلال د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه!

له نن څخه ۱۰۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان مسلمانو او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار انګليسي امپراطوري دې ته مجبوره کړه، چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت، چې هغه مهال د انګریزانو لخوا سلب شوی و، بیرته افغانانوته اعاده کړي.

دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوه چې تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړي او ستاینه یې کوي.

همدا راز له دې بریا وروسته افغانانو په دوو نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال پر وړاندې) هم پرله‌پسې بریاوې تر لاسه کړې، چې الحمد لله د افغانانو په تاریخ کې د میړانې او سرښندونو ستر باب ترې جوړ شو.

په یوه پيړۍ کې د نړۍ درېیو سترو قوتونو ته ماتې ورکول لومړی د الله تعالی جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهدو خلکو کلک ایماني هوډ او غیرت و، چې د خپل دین، عقیدې او استقلال په ساتنه کې یې څرګند کړ.

اوس د دې وخت دی، چې زموږ ځوانان او راتلونکي نسلونه هم د خپلو اسلافو په قدم ګام کیږدې او همیشه د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په خورا کلکه اراده او قوي عزم ودرېږي او له تېر تاریخ څخه مثبته زده‌کړه وکړي.

نن د اسد ۲۸ مه د استقلال ورځ داسې مهال نمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي اشغال څخه د فتحې او آزادۍ ورځ ونمانځله. دا پرله‌پسې خوشحالۍ زموږ څخه د الله تعالی پرله‌پسې شکرانې او اطاعت غواړي، موږ باید د مقدس شریعت کلکه پابندي وکړو او هره کامیابي د الله تعالی جل جلاله احسان او نصرت وبولو.