د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په امر د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رسېدلې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه مرستې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مریم بنت علي ناصر المسند په مشرۍ او د ژغورنې او پلټنې د یو نړیوال ټیم په ملتیا افغانستان ته رسېدلي.
د یاد وزارت په وینا، دې بشري مرستو کې دوه ګرځنده روغتیایي مرکزونه، خوراکي توکي، اړین درمل او د بېړنۍ سرپناه لوازم شامل دي، چې شاوخوا ۱۱ زره زلزلهځپلي به ترې برخمن شي.

