د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ډنمار د کډوالو شورا له مشرې اغلې چارلت سلنته سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د ډنمارک د کډوالو شورا مسوولینو هم ګدون درلود، په افغانستان کې د زلزلې له امله بیځایه شویو او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې شوې دي.
اغلې چارلت سلنته په زلزله کې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې له امله خپله غمشریکي له ښاغلي وزیر سره شریکه کړې او زیاته یې کړې یې ده، چې د ډنمارک د کډوالو شورا(DRC) خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختېځ ته لېږلي دي او همکاران یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرسته رسونه کوي.
نوموړې له کډوالو چارو وزارت سره په همکارۍ ټېنګار کړی او د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته د وړاندې کېدونکي خدمتونو ستاینه یې کړې ده.
دغهراز چارلت سلنته، پر وخت د کډوالو لاس نیوي لپاره د اداري لړۍ د ساده او لنډېدو وړاندېز کړی او ویلي یې دي، چې د لنډ مهاله مرستو سربېره باید د کډوالۍ پر دایمي حللارو فکر وشي.
نوموړې په جبري ډول د کډوالو ستنول د اندېښنې وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه اندېښنې شریکې کړي او دغه راز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ډنمارک د کډوالو شورا چارواکو او مسوولینو ته ښه راغلاست ویلي او د هغوي بشري مرستې یې ستایلې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د زلزلې له امله بیځایه شوي هېوادوال بېړنیو خوراکي او غیري خوراکي مرستو ته اړتیا لري او اسلامي امارت یوې کمیټې ته دنده سپارلې چې مرستې په ښه ډول اغېزمنو ته ورسوي.
دغهراز نوموړي بیځایه شویو ته پر نقدي مرستو او د هغوي د کورونو پر بیارغونه ټېڼګار کړی او ویلي یې دي، چې نړیوال بنسټونه دې له بېځایه شویو سره له مرستې په برخه کې خپل امکانات نه سپموي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت راستنو شویو ته د دندې موندې هڅې کوي او د کډوالۍ د دایمي حل لپاره لاس په کار دی.

