ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر له میرویس عزیز سره په لیدنه کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې په اړه خبرې وکړې

ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، د خپل رسمي سفر پر مهال متحده عربي اماراتو کې، د عزیزی ګروپ له رییس میرویس عزیزي سره ولیدل او د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید سترې پروژې، په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د یادې سترې پروژې د عملي کېدو د بهیر د چټکتیا، د همکارۍ څرنګوالي او د همغږۍ پر موضوعاتو مفصل بحثونه وکړل.

دیاد شرکت په وینا، د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژه، چې د عزیزي ګروپ له لوري د ۱۰ میلیاردو ډالرو په پانګونه عملي کېږي، د هغو لویو او حیاتي پروژو له جملې څخه ده چې په هېواد کې د دوامدارې برېښنا د تأمین او اقتصادي هوساینې په برخه کې مهم رول لري.

یادونې وړ دی، چې یاده لیدنه د برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس د رسمي سفر یوه برخه وه، چې موخه یې د برېښنا د تأمین د ظرفیت لوړول او د لا زیاتو همغږیو رامنځته کول دي.