د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۸ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۰ هـ ل نېټې سره.
سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د اسلام کلا له لارې ۳۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱۶ کورنیو سره ټوټل ۲ میلیونه او ۳۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۲تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۴۵۸مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له نیمروز څخه ۵۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۵تنه و، کندهار، فراه، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۳۵۸۵۰۰ کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰کورنیو سره ټوټل ۲۴۲۰۰۰افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوال ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۳۱۶تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوال ته ۳۵عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوال ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوال ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د سپین بولدک له لارې ۱۸۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۶۲تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه ۶۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۹تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، فراه، خوست، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۴۳۰۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۴کورنیو سره ټوټل ۱۵۹۴۰۰۰افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوال ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۳۳۶خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوال ته ۲۰۳عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د تورخم له لارې ۱۱۵۰کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۷۰۰۸تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له تورخم څخه ۱۱۵۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۲۹تنه و، ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۳۲۶۸۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۳۱کورنیو سره ټوټل ۶۷۸۸۰۰۰افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوال ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوال ته ۹۹۷عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه
په تورخم کې کډوال ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوال ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه
له کابل څخه ۳۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۲۲تنه و، پروان، بغلان، بلخ، پکتیا، کندوز، دایکنډي، جوزجان، سرپل، فاریاب، خوست، کاپيسا، او تخار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳۵۲۵۹۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: ۱۶۸۷کورنۍ او ۱۰۲۸۸افراد
لېږدول شـوي کډوال: ۱۶۲۵کورنۍ او ۸۷۶۵افراد
مرسته شوي کډوال: ۱۳۶۱کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۲۳۵عــــدده

