ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست ښار کې امنیتي کمرې نصب او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست امنیې قومندانۍ له لوري، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د جرمونو د مخنیوي، امنیتي ثبات ساتنې او ښاري نظم د لا ټینګښت په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کامرې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې پر یادو کامرو د دې وزارت له بودیجې ۳.۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د ښاغلي قانع په وینا، د دغو څارونکو کامرو نصب به د جرمي پېښو په کنټرول، مجرمانو د پیژندنې او ژر نیولو کې مهم رول ولوبوي ، چې له دې وړاندې هم د شته کامرو له لارې ګڼ مجرمان نیول شوي او د پېښو شمېر راکم شوی دی.