د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستاني سرتېرو او د پاکستان د طالبانو غورځنګ (ټيټيپي) تر منځ جګړه د ګڼ شمېر نظامي او ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې نظامي تګلاره بدله او د مذاکراتو لاره غوره شي.
خلیلزاد ټینګار کړی، که چېرې د پاکستان حکومت د نظامي حل په لټه کې وي نو تېروتنه کوي.

