د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د انټرنیټ د بندېدو د توجیه په اړه زما په حواله د اسوشیټېډ پریس خپره شوې ادعا ناسمه او جعلي ده.
ښاغلي مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې ټینګار کړی، چې رسنۍ باید په مسوولانه او مسلکي ډول چلند وکړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، هره هغه دریځ او خبر چې د اعلان وړ وي، د دوی د رسمي ادرسونو له لارې خپرېږي، نه د بهرنیو چینلونو له لارې.

