په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وروستیو بریدونو له امله پرون (چهارشنبه، د تلې ۹مه) لږ تر لږه ۷۳ فلسطینیان شهیدان شوي. په شهیدانو کې له ۴۰ ډېر یوازې په غزه ښار کې په نښه شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د صهیونیستي یرغلګرو دوه توغندي د غزې ښار په ختیځ کې د الفلاح په نوم پر هغه ښوونځي لګېدلي، چې سلګونه بېځایه شوي پکې مېشت دي. د دې توغندیو د لګېدو له امله لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
اسرائیلي یرغلګرو داسې مهال پر غزه تړانګه خپلو بېرحمه بریدونو ته دوام ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوربند د وړاندې شوې ۲۱ مادهییزې طرحې په تړاو خبرې روانې دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۶ زره او ۱۴۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۸ زره او ۷۱۶ نور ټپیان شوي دي.

