ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳م  نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۳م نندارتون« د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» تر شعار لاندې د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اقتصاد او لوړو زده‌کړو وزارتونو مرستیالان، په افغانستان کې د ایران سفیر، د ټیکا رییس، د اوزبیکستان د سفارت دیپلوماتانو، د ډاکار رییس، سلګونه سوداګرو، متشبثینو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو ګډون درلود.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په خپله وینا کې د نندارتون د جوړېدو موخه د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ لاسته راوړنو معرفي کول وبلل او وې ویل، پر کرنه او مالدارۍ د امارت تمرکز د تولیداتو د زیاتوالي او په خوړو کې د ځان‌بساینې لامل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان محصولات د کیفیت له پلوه په نړیواله کچه بې ساري دي او د هېواد طبیعي ظرفیتونه د ډېرو هېوادونو په پرتله غوره دي.»

ښاغلي عمري همدارنګه د سړو خونو پر جوړولو، د څړځایونو پر سروې، د خصوصي پانګونې پر هڅونې او په کال کې تر پینځه میلیون مټریک ټنو پورې د غنمو د تولید زیاتوالي ته اشاره وکړه.

دغه‌راز د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، امنیت او کرنه د هېواد د پرمختګ دوه بنسټیز عوامل وبلل او له خلکو یې وغوښتل، چې د اوبو سرچینو سمې کارونې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني؛ دغه نندارتون د بزګرانو، مالدارانو، خصوصي شرکتونو او خلکو تر منځ د اړیکو جوړولو ښه فرصت وباله.

همدارنګه د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې پر میکانیزه کولو او د معاصرو ماشینونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملاآغاجان سالم، د نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو محصولاتو بازارموندنه او پېژندنه وبلله او وې ویل، چې د افغاني تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې او د کارموندنې د فرصتونو زمینه برابروي.

د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د کورنیو محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخه کې د دغه نندارتون ارزښت خوار غوره وباله او د پروسس، بسته بندۍ او صادراتو پر معیاري کولو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون د تلې له ۹ تر ۱۲ نېټې پورې دوام لري او په ۲۶۳ غرفو کې کرنیز محصولات، د مالدارۍ تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي، چې له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.