د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د عزیزي ګروپ له مسولینو سره په هېواد کې د برېښنا اړوند پروژو تخنيکي ارزونو او پلي کېدو په څرنګوالي خبرې کړې.
په دې لیدنه کې د عزيزي ګروپ مسولينو د کابل، کاپیسا، بغلان، هرات، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا انرژۍ ګڼو پروژو تخنيکې ترسره شوې ارزونې شريکې کړې دي.
دغه راز دې لیدنه کې د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ سربېره له ګاز او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او لېږد پروژو تخنیکي اړخونه او عملي کېدو څرنګوالي مېکانيزمونو په تړاو هم بحث شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې ښاغلي ډاکټر عمر متحده عربي اماراتو ته په خپل رسمي سفر کې د عزیزي ګروپ عمومي رییس سره په لیدنه کې د پروژو، تاسیساتو او د برېښنا سکتور د نورو اړخونو د عملي پیل په اړه خبرې کړې وې.

