ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په سرپل کې د اوبو رسولو ۷ شبکو د جوړولو چارې پيل شوې

سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په سانچارک او سوزمه قلعه ولسوالیو کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۷ شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په دغو شبکو کې د ۷ حلقه څاګانو کیندل، چې د « ۳۰،۸۰،۶۰،۵۰ او۲۰ » متر مکعب په وړتیاوو درلودلو سره د پاکو اوبو ۷ ذخیرو جوړول، د ۳۹،۶ کیلو مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۲۲۰ اوبو نلکې او ۲۵۴ لمریزو تختو نښلول شامل دي.

د یادو شبکو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د یادو شویو ولسوالیو ۲۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.