ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېوادوالو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې د اسانتیا په موخه نوې پرېکړې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د رهبرۍ له لوري ټاکل شوې کمېټې د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم تطبیق او هېوادوالو ته د پېژندپاڼو په وېش، تایید او اصلاحي خدمتونو کې د اسانتیاوو په موخه لاندې پرېکړې کړې دي:

۱- بهرمېشتو افغانانو ته په حضوري بڼه د پېژندپاڼې او زېږون کارت وېش، تایید او اصلاح

• هغه بهرمېشتي افغانان چې د بهرنیو هېوادونو اصلي معتبر اسناد (زېږون کارت، پاسپورټ، اقامې سند، لایسنس او آی ډي کارت) ولري او له هغې سره سم په حضوري بڼه په لومړي ځل د نوې کاغذي یا برېښنایي پېژندپاڼې او زېږون کارت د اخیستو او تاییدي لپاره د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي او ولایتي دفترونو ته مراجعه کوي، له یادو اسناد سره سم د ټاکل شوي حضوري فیس (۱۰۰۰ افغانۍ) مطابق ورته اجراات کېږي.

• هغه بهرمېشتي افغانان چې د بهرنیو هېوادونو اصلي معتبر اسناد (زېږون کارت، پاسپورټ، اقامې سند، لایسنس او آی ډي کارت) ولري او له هغې سره سم په حضوري بڼه د کاغذي یا برېښنایي پېژندپاڼې او زېږون کارت د اصلاح خدمتونو لپاره د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي او ولایتي دفترونو ته مراجعه کوي، له یادو اسناد او د نفوسو د احوال ثبتولو د یوشمېر خدمتونو د وړاندې کولو د مقررې سره سم د ټاکل شوي حضوري فیس (۱۰۰۰ افغانۍ) مطابق ورته یو ځل اصلاحات ترسره کېږي.

۲- د ۱۴۰۴ کال له پیل وروسته د وېشل شویو پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه

• د ادارې د رهبرۍ هییت د اتمې ګڼې پرېکړې پر اساس د ۱۴۰۴ مالي کال له پیل وروسته په وېشل شویو تابعیت پېژندپاڼو کې له املایي تېروتنو پرته نور اصلاحي خدمتونه د اجرا وړ نه دي، خو د موجه دلایلو په درلودلو سره اصلاحات ترسره کېږي.

• د ۱۴۰۴ مالي کال له پیل وروسته په وېشل شویو تابعیت پېژندپاڼو کې که د کارکونکي له لوري تېروتنه شوې وي په هماغه مرجع کې ورته اصلاحي خدمتونه ترسره کېږي.

۳- په ولایتي ریاستونو کې د عمر اصلاح

د احصایې او معلوماتو په ولایتي ریاستونو کې د تعلیمي، تحصیلي، پاسپورټ او د بهرنیو هېوادونو د اصلي پاسپورټ، آی ډي کارت، زېږون کارت او تعلیمي او تحصیلي اسنادو سره سم په حضوري بڼه تر درې کلونو پورې د عمر اصلاح ترسره کېږي. همدارنګه له یوې د ډېرو پېژندپاڼو په لرلو سره هم تر ۳ کلونو پورې عمر د اصلاح وړ دی.

۴- متفرقه موارد

• د ادارې په مرکزي اصلاحي کمېټو کې د عمر اصلاح تر پنځو کلونو د اجرا وړ ده او له هغې پورته د مقام صلاحیت دی.

• د پلار او نیکه نوم او همدارنګه د عمر او اصلي استوګنځي اصلاح د دویم ځل لپاره د اجرا وړ نه ده.

• په تابعیت پېژندپاڼه کې د نویو بهرنیو کېسونو مطابق اصلاحات مجاز نه دي. د یادونې وړ ده، د احصایې او معلوماتو ملي اداره تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته د اړوندو خدمتونو په وړاندې کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.