د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د امارتي بنسټونو ترمنځ د ځنګلونو د ساتنې، د پرېکولو د مخنیوي او د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اړوندو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ ، د ځنګلونو ساتنې، د ونو د پرېکولو د مخنیوي، د ځنګلي سیمو د بیا رغونې او د ځنګل مېشتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د پراختیایي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوي.
دې ناسته کې دغه راز د لرګیو د قاچاق مخنیوي، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پراختیا او د قدرتي سرچینو د ساتنې په برخه کې د سیمه ییزو ټولنو د فعال رول پر اهمیت ټینګار شوی دی.

