د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو د سولې د وړاندیز شوي پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې ده.
د دې پلان موخه د دواړو لوریو د بندیانو خلاصون او په غزه کې اوربند پلي کول دي.
د غزې د جګړې پای ته رسولو په موخه د ټرمپ ۲۰ مادهییز پلان، چې تېره اونۍ اعلان شوی، د حماس په شمول د نړۍ د ګڼو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلوژنې جګړه دوه کلنه شوه. په دې دوه کلنه جګړه کې ۶۷ زره او ۱۸۳ فلسطینیان شهیدان شوي. سربېره پر دې ۱۶۹ زره او ۸۴۱ نور ټپیان شوي هم دي.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو دوه کلنه جګړه د ډېری نړیوالو بنسټونو او هېوادونو له لوري نسلوژنه ګڼل شوې ده.
ټرمپ پرون (چهارشنبه، د تلې ۱۶مه) پر ټولنیزو رسنیو اعلان وکړ، چې حماس او اسرائیلو د غزې د اوربند پر لومړي پړاو هوکړه کړې ده.
نوموړي لیکلي، چې ټول بندیان به ډېر ژر خوشي شي او اسرائیلي عسکر به تر هوکړه شوې کرښې پورې شاتګ وکړي.
له دې څو ساعته وړاندې بیا ټرمپ خبریالانو ته ویلي وو، چې ډېر ژر به منځني ختیځ ته سفر وکړي، تر څو د سولې د پلان په پرمختګ کې مرسته وکړي.
د امریکا ولمسشر فاکس نیوز ته ویلي، چې بندیان به د هغو جسدونو په شمول، چې مړه شوي، راتلونکې دوشنبه وسپارل شي.
د حماس سرچینو هم ویلي، چې د اسرائیلي رژیم له لوري د هوکړې له تایید وروسته به په ۷۲ ساعتونو کې ژوندي بندیان خوشي کړي.
حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په هوکړه کې “په غزه کې د جګړې پای ته رسول، د اشغالګرو وتل، تړانګې ته د بشري مرستو لېږد او د بندیانو تبادله” شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه د شوې هوکړې هرکلی کړی.
ګوترېش پر خپله ایکس پاڼه د دې هوکړې کولو لپاره د امریکا، قطر، مصر او ترکیې له منځګړیتوبه مننه کړې ده.
نوموړي دغه راز غزې ته په بیړني ډول او له خنډ پرته د بشردوستانه مرستو او سوداګریزو توکو پر لېږد ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې له دې فرصت څخه د فلسطین خاورې د اشغال د پای ته رسولو او د فلسطیني ولس د ځانبېلتون حق پېژندنې په برخه کې ګټه واخلي.

