ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې دوه کلنه جګړه؛ فلسطینیانو څه بایللي؟

په غزه کې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې د جګړې دوه کلونه پوره شول.

صهیونیستي اشغالګرو د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه په غزه کې ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړي، چې دوه کلونه یې پوره شول. دغه‌راز غزه تړانګه یې کلابنده کړې، چې اوسېدونکي یې له تحمیل شوې سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

په دې موده کې زرګونه فلسطینیان شهید او ټپيان شوي، غزه له خاورې سره برابره شوې او زیاته برخه یې ویجاړه شوې ده.

په تېرو دوو کلنو کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې د جګړې له امله په غزه کې اوښتو زیانونو او تلفاتو ته کتنه کوو.

په غزه کې له هرو ۳۳ کسانو څخه یو شهید شوی

د اسرائیلي یرغلګرو په تېرو دوه کلنو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ زره او ۱۷۳ فلسطینیان شهیدان شوي. زرګونه نور بیا تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.

یانې له هرو ۳۳ کسانو څخه یو شهید شوی، چې له جګړې وړاندې د غزې د نفوس درې سلنه تشکیلوي.

په شهیدانو کې لږ تر لږه ۲۰ زره ماشومان هم شامل دي. یانې په تېرو ۲۴ میاشتو کې هر ساعت د غزې یو ماشوم شهید شوی دی.

د فلسطین روغتیا وزارت د شهیدانو شمېر له رسمي شمېرو او یا روغتونونو ته د راوړل شویو جسدونو له مخې ثبت کړی دی. د شهیدانو شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي، ځکه چې ورک او تر خاورو او ویجاړیو لاندې فلسطینیان په رسمي شمېرو کې نه دي ثبت شوي.

په غزه کې له هرو ۱۴ کسانو څخه یو ټپي شوی

د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په تېره دوه کلنه جګړه کې لږ تر لږه ۱۶۹ زره او ۷۸۰ فلسطینیان ټپیان دي، چې ډېری یې د همدې ټپونو له امله عمري معلول شوي دي.

د یونیسف د اټکل له مخې، په غزه کې له ۳ زره څخه تر ۴ زره ماشومانو د بدن یو یا څو غړي بایللي دي.

۱۲۵ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي

اسرائیلي یرغلګرو د غزې په نږدې ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه کړي دي.

په تېرو دوو کلونو کې د ۳۴ روغتونونو په شمول لږ تر لږه ۱۲۵ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، چې له امله یې ناروغان او ټپیان اړینو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي څخه محروم شوي دي.

د اسرائیلي رژیم له لوري پر روغتونونو د بریدونو او پرله‌پسې بمباریو له امله لږ تر لږه یو زر او ۷۲۲ روغتیایي او د بشري مرستو کارکوونکي شهیدان شوي دي.

سلګونه نور بیا له روغتونونو څخه په زور ایستل شوي او په پوځي کمپونو او د اسرائیلو په بندخونو کې بندیان دي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلي یرغلګرو په بندخونو کې دوو لویو ډاکټرانو د شکنجو له امله ژوند بایللی، چې لا یې هم جسدونه نه دي سپارل شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ له اکتوبر میاشتې راهیسې پر روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او امبولانسونو د اسرائیلي یرغلګرو له ۷۹۰ ډېر بریدونه ثبت شوي دي.

په غزه کې تحمیل شوې لوږه او قحطي

اسرائیلي یرغلګرو د پوځي محدودیتونو، په میاشتو-میاشتو د مرستو د بندښت او د مرستو د وېش سیسټم جوړولو -چې له امله یې په ورځني ډول ګڼ فلسطینیان شهیدان کېږي- له لارې په غزه کې پراخه قحطي او لوږه رامنځته کړې ده.

د ۱۵۴ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۴۵۹ فلسطینیان د لوږې له امله شهیدان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یوې ملاتړې ادارې “IPC” د اګسټ پر ۲۲مه د لومړي ځل لپاره په غزه کې قحطي تاییده کړه.

یادې ادارې ویلي وو، چې د غزې درېیمه برخه نفوس (۶۴۱ زره کسان) د اسرائیلو د جګړې تر سیوري لاندې د لوږې له سخت ناورین سره مخ دي.

په فلسطیني ماشومانو کې بیا خوراځواکي په تاریخي ډول چټکه خپره شوې ده. یوازې په جولای میاشت کې له ۱۲ زره ډېر فلسطیني ماشومان خوارځواکه شمېرل شوي وو، چې د ۲۰۲۵ له پیل راهیسې شپږ ځله زیات دي.

نږدې په هرو څلورو ماشومانو کې یو له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي او په پینځو کې یو بیا له وخت مخکې او یا کم‌وزنه زېږېدلی دی.

اسرائیلو غزې ته د بشري مرستو لېږد بند کړی او فلسطینیان له تحمیل شوې قحطۍ او لوږې څخه کړېږي.

که څه هم چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د مې میاشتې پر ۲۷مه د مرستو د وېش په موخه د غزې بشري بنسټ (GHF) رامنځته شو، خو د ملګرو ملتونو د سازمانونو په شمول یې ګڼو بشري بنسټونو کړنې ناسمې وګڼلې او پرېکون یې اعلان کړ.

د دې بنسټ په مرکزونو کې مرستو ته په تمه له دوه زره او ۶۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او له ۱۹ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

د غزې د اوبو او حفظ‌الصحې ۸۹ سلنه تاسیسات زیانمن شوي دي

د ۲۰۲۳ له اکتوبر میاشتې راهیسې اسرائیلي یرغلګرو په سیستماتیک ډول د اوبو پر تاسیساتو، چې لا له وړاندې له ګواښ سره مخ و، بریدونه کړي او څاه‌ګانې، د اوبو پایپونه، د اوبو د تصفیې فابریکې او د فاضلابو سیسټم یې په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خبره، د غزې د اوبو او فاضلابو ۸۹ سلنه تاسیسات ویجاړ او یا زیانمن شوي، چې له امله یې ۹۶ سلنه کورنۍ له پاکو اوبو څخه محرومې دي.

اوس مهال د غزې نږدې نیمایي نفوس په ورځني ډول د څښلو او پخولو لپاره له ۶ لیټره په کمو اوبو ژوند کوي او ۲۸ سلنه نور د حفظ‌الصحې او پاکوالي لپاره له ۹ لیټرو کمو اوبو ته لاسرسی لري – د بېړنیو معیارونو له هغو ۲۰ لیټرو ډېرې کمې دي، چې د لنډمهاله بقا لپاره ټاکل شوې دي.

د غزې نږدې ټول کورونه زیانمن او یا ویجاړ شوي دي

په غزه کې نږدې ټولې ودانۍ او کورنه ویجاړ او یا زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، چې په تېره اګسټ میاشت کې خپور شوی، د غزې د ټولو استوګنیزو ودانیو ۹۲ سلنه او د سوداګریزو تاسیساتو ۸۸ سلنه ویجاړ او یا زیانمن شوي دي.

نږدې ټولو سیمه له خارو سره سمه شوې او میلیونونه فلسطینیان بې‌سرپناه او بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سټلایټ ارزونو موندلې، چې د ۲۰۲۵ د جولای تر اتمې پورې د غزې تړانګې د ټولو تاسیساتو ۷۸ سلنه ویجاړ شوي دي.

څرنګه چې د غزې نږدې ۶۲ سلنه اوسېدونکي د خپل ملکیت د ثابتولو لپاره قانوني سند نه لري، نو بیارغونه به یې له ننګونو څخه ډکه وي. ډېری کورنۍ د عمري کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي او که پالاخره بیا هم رغونه پيل شي، دوی به خپلې ځمکې او ملکیتونه ترلاسه نه شي کړای.

په فبروري میاشت کې د نړیوال بانک د خپرې شوې ارزونې له مخې، د اسرائیلي یرغلګرو د بمباریو له امله د فزیکي ویجاړیو زیان له ۵۵ میلیارده ډالرو څخه اوړي. په دې ویجاړیو کې د کورونو، ښوونځیو، روغتونونو او عامه بنسټونه له منځه وړل شامل دي.

زده‌کړه

د غزې تعلیمي او تحصیلي سیسټم د جګړې له امله له منځه تللی دی.

نږدې ۶۵۸ زره د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان او ۸۷ زره د پوهنتونونو زده‌کړیالان زده‌کړو ته لاسرسی نه لري او تعلیمي بنسټونه په کنډوالو بدل شوي دي.

لږ تر لږه ۷۸۰ تعلیمي کارکوونکي شهیدان شوي او ۹۲ سلنه ښوونځي په بشپړ ډول بیا رغونې ته اړتیا لري.

د ۶۳ پوهنتونونو د ودانیو په شمول دوه زره او ۳۰۰ تعلیمي بنسټونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي. کومه تعلیمي ودانۍ که جوړه پاتې وي هم د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو په پناه‌ځای بدله شوې ده.

زرګونه فلسطینیان د اسرائیلو په بندخونو کې بندیان دي

د اسرائیلي رژیم په بندخونو کې له ۱۰ زره او ۸۰۰ ډېر فلسطینیان بندیان دي، چې ۴۵۰ ماشومان او ۸۷ مېرمنې هم پکې دي.

د بشر حقونو د سازمانونو په وینا، فلسطیني بندیان د صهیونیستي رژیم په بندخونو کې له سخت، ناوړه او ناانساني حالت سره مخ دي.

دا کسان په غزه او یا اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نیول شوي.

ګڼ شمېر فلسطینیان له کوم تور او محاکمې پرته په بند کې ساتل شوي دي.

په غزه کې نږدې ۳۰۰ خبریالان شهیدان شوي

د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې په غزه کې نږدې ۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي شهیدان شوي دي.

غزې ته د بهرنیو رسنیو په ورتګ بندیز لګېدلی او اسرائیلي یرغلګرو پوره هڅه کړې، چې د فلسطیني خبریالانو غږ هم چوپ کړي.

سرچینه: الجزیره