ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي په هند کې د دارالعلوم دیوبند له مشرتابه سره په لیدنه کې د علمي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د ستر دیني او علمي مرکز دارالعلوم دیوبند له مشرتابه، استادانو او طالب‌العلمانو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال مولوي امیرخان متقي د دارالعلوم دیوبند د دیني، ښوونیز او دعوتي فعالیتونو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل، دارالعلوم دیوبند د اسلامي نړۍ یو له هغو بنسټونو څخه دی چې د علم، تقوا او اصلاح په ډګر کې یې مهم رول لوبولی او د افغانستان دیني عالمان له دې مرکز سره ژور تاریخي، فکري او عاطفي تړاو لري.

د دارالعلوم مسوولینو هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د ورورولۍ، علمي او ديني اړیکو د لا ټینګښت هیله څرګنده کړه او د مولوي امیرخان متقي دا لیدنه یې د دواړو ملتونو ترمنځ د تفاهم او د دیني – فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې مهمه وبلله.

دغه‌راز د دارالعلوم دیوبند له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د احادیثو اعزازي سند ورکړل شو او د فضیلت دستار یې پر سر کړای شو.

په پای کې دواړو لوریو د علمي تبادلو او متقابل تګ او راتګ د دوام غوښتنه وکړه.