بدخشان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د یاد وزارت د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقا او ولس هوساينې په نوم غونډه وشوه.
غونډې کې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد وويل، زموږ د دې غونډو موخه دا ده، چې ولسي ستونزو ته رسېدنه وکړو او د حل لارې ورته ومومو.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت له خلکو غواړي، چې د اتحاد، اتفاق او همکارۍ له لارې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګډ کار وکړي.
دغهراز ښاغلي احمد د اوسني وضعیت ستاینه وکړه او ویې ویل، دا د اسلامي امارت د برکت پایله ده، چې نور څوک نه غواړي د بل وینه توی کړي او نه د بل حق وخوري، ځکه اوس د خلکو فکرونه د سولې، ثبات او عدالت پر لور اوښتي دي.
بل خوا قومي مشرانو له مسولینو وغوښتل، چې د پامیر خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه، د نړۍ بام یا پامیر ته مسولینو پاملرنه د اقتصادي دروازې د پرانیستلو په معنی ده.
همدارنګه قومي مشرانو يادونه وکړ، چې امنیت د هر پرمختګ شرط دی خو د اسلامي امارت مشرتابه د امنیت د ټینګښت او د خلکو د هوساینې لپاره په پوره اخلاص کار کوي.

