ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېوادوالو پر پاکستان د افغان سرتېرو غچ‌اخیستونکی برید ستايلی

افغانان پر پاکستان د افغان سرتېرو غچ‌اخیستونکی برید ستایي او وايي، چې هر یرغلګر ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

هېوادوال ټینګار کوي، چې افغان ولسونه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې پر خاوره یې تېری وکړي.

دوی زیاتوي، چې افغان مجاهدو ولسونو د تاریخ په اوږدو کې پر خپله خاوره تېری نه دی منلی او دا د حکومت حق دی، چې غچ‌اخېستونکي بریدونه وکړي.

د هېوادوالو په خبره، اړتیا وه څو پاکستاني لوری په دې پوه شي، چې افغان حکومت په چا تکیه نه کوي او په یوازي ځان په میړانه د خپلې خاورې ساتنه کولای شي.

د شنونکو باور دا دی، چې افغان حکومت که څه هم تل هڅه کړې، څو د ډيپلوماټیکو خبرو اترو له لارې یو شمېر رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي، خو پاکستان وخت ناوخت د ګاونډیتوب او نړیوالو اړیکو خلاف د افغان حکومت صبر او زغم ازمايي او د دواړو ولسونو ترمنځ تفرقه رامنځته کوي.

افغان سرتېرو د یکشنبې پر شپه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو او پوځیانو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې په دې انتقامي عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.