افغانان پر پاکستان د افغان سرتېرو غچاخیستونکی برید ستایي او وايي، چې هر یرغلګر ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.
هېوادوال ټینګار کوي، چې افغان ولسونه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې پر خاوره یې تېری وکړي.
دوی زیاتوي، چې افغان مجاهدو ولسونو د تاریخ په اوږدو کې پر خپله خاوره تېری نه دی منلی او دا د حکومت حق دی، چې غچاخېستونکي بریدونه وکړي.
د هېوادوالو په خبره، اړتیا وه څو پاکستاني لوری په دې پوه شي، چې افغان حکومت په چا تکیه نه کوي او په یوازي ځان په میړانه د خپلې خاورې ساتنه کولای شي.
د شنونکو باور دا دی، چې افغان حکومت که څه هم تل هڅه کړې، څو د ډيپلوماټیکو خبرو اترو له لارې یو شمېر رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي، خو پاکستان وخت ناوخت د ګاونډیتوب او نړیوالو اړیکو خلاف د افغان حکومت صبر او زغم ازمايي او د دواړو ولسونو ترمنځ تفرقه رامنځته کوي.
افغان سرتېرو د یکشنبې پر شپه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو او پوځیانو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې په دې انتقامي عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

