د فلسطین دولت وايي، چې لا هم له ۱۰ زره ډېر فلسطینیان په ناقونونه توګه په اسرائیلو کې بندیان دي.
که څه هم چې اسرائیلي یرغلګرو پرون (دوشنبه، د تلې ۲۱مه) نږدې دوه زره فلسطیني بندیان ازاد کړل، خو د فلسطین دولت وايي، چې له ۱۰ زرو ډېر نور لا هم په ناقانونه توګه ساتل شوي دي.
دوی پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې اسرائیلو د تازه هوکړې له پیل راهیسې یو زره او ۹۶۸ فلسطیني بندیان ازاد کړي دي.
دغهراز زیاته کړې یې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د اسرائیلي یرغلګرو په زندانونو کې ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي او ۳۶۰ ماشومان لا هم د صهیونیستي رژیم په بندخونو کې ساتل شوي دي.
د بشر حقونو د نړیوالو سازمانونو په وینا، ډېری فلسطیني بندیان په پوځي کمپونو کې ساتل کېږي، چې له ډول ډول شکنجو او ناانساني چلند سره لاس او ګرېوان دي.

