ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي رژیم نږدې دوه زره فلسطیني بندیان خوشي کړي

صهیونیستي رژیم د شوې هوکړې له مخې نږدې دوه زره فلسطیني بندیان خوشي کړي دي.

پرون دوشنبه زرګونه فلسطینیان د یادو بندیانو د ښه راغلاست په موخه په رام‌الله کې راټول شوي وو.

د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي یرغلګرو د شوې هوکړې په لومړي پړاو کې ټاکل شوې وه، چې حماس به ۲۰ اسرائیلي بندیان او د ۲۸ نورو جسدونه صهیونیستي رژیم ته سپاري او په مقابل کې به یې اسرائیل نږدې دوه زره فلسطیني بندیان ازادوي.

حماس اسلامي غورځنګ پرون (دوشنبه، د تلې ۲۱مه) ۲۰ اسرائیلي بندیان خوشي کړل او د څلورو نورو جسدونه یې وسپارل.

په مقابل کې اسرائیلو نږدې دوه زره فلسطینیان ازاد کړل.

د اسرائیلو له زندانونو ۲۵۰ داسې فلسطیني بندیان هم ازاد شوي، چې په عمري او یا اوږده بند محکوم شوي وو.

ویل کېږي، چې د دې ۲۵۰ بندیانو له ډلې څخه یو شمېر په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او غزه کې خوشي شوي او شاوخوا ۱۵۴ نور مصر ته ډیپورټ شوي دي.

سربېره پر دې یو زر او ۷۱۸ هغه فلسطینیان خوشي شوي، چې په غزه کې د تېرو دوو کلونو د نسل‌وژنې په جګړه کې اسرائیلي یرغلګرو نیولي وو.

د راپورونو له مخې، په خوشي شويو بندیانو کې ۱۵ ماشومان او دوې مېرمنې هم شاملې دي.

د بشر حقونو د نړیوالو سازمانونو په وینا، ډېری فلسطیني بندیان په پوځي کمپونو کې ساتل شوي وو، چې له ډول ډول شکنجو او ناانساني چلند سره لاس او ګرېوان وو.

د فلسطیني بندیانو ټولنه وايي، چې د اکتوبر له ۷مې راهیسې ۷۷ فلسطیني بندیانو د اسرائیلو په بند کې ژوند هم بایللی دی.

څومره نور فلسطینیان په اسرائیلو کې بندیان دي؟

زرګونه.

د فلسطین د بشر حقونو سازمان وايي، چې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني بندیانو شمېر د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې له ۵ زره او ۲۰۰ څخه ۱۱ زره او ۱۰۰ ته لوړ شوی دی.

د دې بندیانو ډېری برخه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې دي، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي.