ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اندونیزیا کې د افغانستان او هند سفیرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

په جاکارتا کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدا‌لله بلوچ په اندونیزیا کې د هند له سفیر سندیپ چکرورتي سره لیدنه کړې.

اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د کلتوري او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

د سفارت په وینا، دواړو لوریو دغه راز د سیمې د روان وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.