په جاکارتا کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ په اندونیزیا کې د هند له سفیر سندیپ چکرورتي سره لیدنه کړې.
اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د کلتوري او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.
د سفارت په وینا، دواړو لوریو دغه راز د سیمې د روان وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.

