ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي سرې مياشتې ته د ځانګړې شوې اونۍ مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سرې مياشتې ته د ځانګړې شوې اونۍ په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي د دغو مراسمو جوړولو له امله د افغاني سرې مياشتې لوی رياست کارکوونکو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې سرې مياشتې ته د اونۍ ځانګړي کولو موخه اړمنو او زيانمنو هېوادوالو ته د مرستو ټولول دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په يوه برخه کې ویلي، چې په وروستۍ نيمه پېړۍ کې افغانان له يوې خوا د تحميلي جګړو، اقليمي تغيراتو او طبيعي پېښو، لکه سېلابونو او زلزلو له امله متضرر شوي او له بل لوري په وروستيو دوو کلونو کې له ګاونډيو او نورو هېوادونو څخه شاوخوا درې ميليونه هېوادوال اخراج او وطن ته ستانه شوي، چې د هغوی ستونزو ته رسېدنه او ورته د دايمي استوګنې او کارموندنې برابرولو لپاره د افغانانو، ملي سوداګرو، خيرخواه کسانو او نړيوالو سازمانونو همکارۍ او مرستې ته اړتيا ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ملي سوداګرو، صنعت‌کارانو، کسبګرو، خيرخواه کسانو او ټول ملت ته په خطاب کې ویلي، چې ټول دې تر خپلې وسې پورې له سرې مياشتې سره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو دغه بنسټ وکولای شي اړمنو او زيانمنو اقشارو، لکه د زړه سوري لرونکو او په نورو لاعلاجه ناروغيو اخته ماشومانو، راستنېدونکو کډوالو او په ځانګړي ډول د کونړ ولايت زلزله ځپليو سره مرسته وکړي، چې ورته شديده اړتيا لري.