ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر له خپلو عربي سیالانو سره د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېواد د عامې روغتیا وزیرانو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې حنان بلخي او د ګیټس بنسټ مسؤلینو سره خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزیر وویل د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په ټولو روغتیایي برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

بهرنیو ګډون کوونکو د روغتیایي کارکوونکو روزنې او د پولیو له منځه وړلو برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.