په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د مذکراتو دویم پړاو ډیر ژر په ترکیه کې ترسره شي.
ښاغلی شاهین زیاتوي، د دواړو هېوادونو تر منځ د مذکراتو په لومړي پړاو کې، چې په دوحه کې ترسره شو، هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د یو بل د مخالفینو او پر یو بل د بریدونو ملاتړ نه کوي.
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوه هوکړهلیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل.
مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې په دې هوکړهلیک کې دواړو خواوو پر سوله، یو بل ته درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی او د خبرو له لارې د ستونزو او مسایلو د حل غوښتونکي شوي دي.

