د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوه هوکړهلیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې هوکړهلیک کې دواړو خواوو پر سوله، یو بل ته درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی او د خبرو له لارې د ستونزو او مسایلو د حل غوښتونکي شوي دي.
مولوي ذبیحالله مجاهد زیاتوي، چې دواړه هېوادونه به یو د بل پر وړاندې د دښمنۍ هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ډلو د بریدونو ملاتړ کیږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي.
د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي، چې دواړه لوریو هوکړه وکړه، چې د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تاسیساتو به بریدونه نه کوي او په راتلونکې کې به د منځګړو هېوادونو په منځګړیتوب یو میکانیزم را منځته کېږي، چې دوه اړخیزه ادعاوې وڅېړي او هوکړهلیک عملي شي.
د اسلامي امارت ویاند د قطر او ترکیې له هڅو او منځګړیتوب هم مننه کړې ده.

