د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر د غوره روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو او د مرستو په ګټور مدیریت ټینګار وکړ.
همداراز د یادو سازمانونو استازو ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم به له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ ته دوام ورکوي.

