د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۹مه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې اړوند اداري مسولیتونو ته د لا ښې پاملرنې، په چارو کې د ښه والي او چټکتیا، په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درملو او تجهیزاتو د شتون او پېرېدلو او د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه والي په اړه خبرې شوې دي.
سربېره پر دې له ملي معیارونو سره سم په روغتونونو کې د ټرینرانو، متخصصینو او ټریني ډاکټرانو د تشکیلاتو منطقي کېدو، د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کولو او موسسو فعالیت تنظیم په تړاو بحث شوی دی.
همدارنګه په هېواد کې د شري واکسیناسیون کمپاینونو کیفیت ښه والي او پوښښ پراختیا، په روغتونونو کې د شته ستونزو اغېزمن حل، د روغتونونو مسولینو او روغتیایي کارکوونکو لپاره د طبي اخلاقو اړوند سمینارونو برابرولو او د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي په پورته ذکر شویو موضوعاتو ټینګار کړی او په دې اړه یې د عملي اقداماتو تر سره کولو سپارښتنې کړې دي، ترڅو چارې په بشپړ شفافیت، چټکتیا او اغېزمن ډول ترسره شي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو د چارو ښه ترسراوي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د ذکر شویو موضوعاتو په اړه به اړین اقدامات وکړي.

