ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو بورډ غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو بورډ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته په مجاز لېست کې د باکیفیته، موثرو او په نړیوالو معیارونو برابر د اړینو درملو او په غیرمجاز لېست کې د بې کيفيته، مضرو، په شرایطو د نابرابرو او غیرې ضروري درملو پر شاملولو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول.