عامې روغتیا وزارت د راتلونکو پینځو کلونو ملي ستراتیژۍ د چمتو کولو په موخه د یاد وزارت له رییسانو او د پروژو له مسولینو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي له مرکزي رییسانو او د پروژو له مسولینو غوښتي، چې د خپلو اړوندو ادارو د پروژو ټول جزیات چمتو کړي، ترڅو د اړینو اجراتو لپاره د اقتصاد وزارت ته ولېږل شي.
د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو او د پروژو مسولینو ژمنه کړې، چې د یادو اجرااتو لپاره به اړین کارونه وکړي.

