ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رییس سره د طبي همکاریو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رییس سټیفن رودریګز سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم پر جوړولو او د دې پروسې پر لا ادامې ، د محیطي روغتیا برنامو پر پېل او غښتلتیا، د طبي کثافاتو پر مدیریت، د محیطي روغتیا اړوند ټرینرانو او روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او روزنې، د ملاریا، توبرکلوز او اېچ آی وي ناروغیو د مخنیوي او د دې ناروغیو د مخنیوي اړوند څانګو پر هر اړخیز ملاتړ بحث او خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له همکارۍ څخه په مننې د چاپېریالي روغتیا پروګرامونو پر پېل او پیاوړتیا، د راډیولوژیکي خطرونو څخه د کارکوونکو پر خوندیتوب، د طبي کثافاتو پر مدیریت، اړمنو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا برابرولو او ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې د دې بنسټ پر همکارۍ ټینګار کړی.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس په یادو شویو برخو کې د دومداره ملاتړ ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې هڅه کوي، د افغانستان روغتیایي سیستم سره په دوامداره توګه همکاري وکړي.