د افغانستان له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ نويو ځوانانو اسيايي سياليو درېيم پړاو کې خپلې سيالې تايلينډ لوبډلې ته د ۹ – ۱ ګولونو په ستر توپير ماته ورکړه او د دې سياليو پايلوبې ته یې لار پیدا کړه.
افغان فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ګروپي پړاو کې درې سيالۍ ترسره کړې وې، چې درې واړه يې په خپله ګټه پای ته رسولې وې.
افغان ځوانان به په دې پايلې سره، د دې سياليو په پايلوبه کې راتلونکې پنجشنبه ( د لړم پر ۸مه ) نېټه د خپلې سيالې ايران لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د یادونې وړه ده، چې د ۲۰۲۵ نويو ځوانانو فوټسال اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون په دوو ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي، چې د همدې مياشتې تر ۳۰مې نيټې به دوام وکړي.

