ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چابهار د ازادې سیمې له یوه مسول سره د افغان سفیر کتنه؛ د دوه اړخیزو سوداګریزو اریکو په اړه خبرې شوي

په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د چابهار ازادې سیمې له اجرئیوي رییس دوکتور محمد سعید اربابي سره وکتل.

ایران کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا له دې ډلې په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر د پرانیستې، د ملي انتقالاتو په موخه د ایران او افغانستان د ګډ بانک د جوړولو، د اوږدې مودې لپاره افغان پانګوالو ته د ځمکې سپارلو او د چابهار-میلک اوسپنې پټلۍ د چارو د بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي.

دواړه لوریو دغه راز افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله اقامو په ورکړه او د نورو شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.