په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د چابهار ازادې سیمې له اجرئیوي رییس دوکتور محمد سعید اربابي سره وکتل.
ایران کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا له دې ډلې په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر د پرانیستې، د ملي انتقالاتو په موخه د ایران او افغانستان د ګډ بانک د جوړولو، د اوږدې مودې لپاره افغان پانګوالو ته د ځمکې سپارلو او د چابهار-میلک اوسپنې پټلۍ د چارو د بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي.
دواړه لوریو دغه راز افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله اقامو په ورکړه او د نورو شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

