ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د نږدې ۳۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې دغه سړک د خون کوتل له لارې د غزني ولایت اجرستان او مالستان ولسوالۍ سره نښلوي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او دغه‌راز د کار په بشپړېدو سره به یې د اجرستان او مالستان ولسوالیو خلکو ته د تګ او راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو په برخه بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.