ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د مخې‌ښې لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د نوموړي د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې‌ښې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او همکاریو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي جنک اونال وویل، چې د ډیپلوماټیک ماموریت پر مهال يې د کابل او استانبول اړیکې پراخې شوې او دا مهال ترکیه او افغانستان په سوداګرۍ، ټرانزیټ، د ټولګټو پروژو په پلې کولو او سیاسي برخو کې ښه پرمختګونه لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د ترکیې حکومت له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګڼو نړیوالو ناستو کې نړیوال له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته هڅولي دي.

دغه‌راز ښاغلي سفیر یادونه وکړه، چې ترکیه د افغانانو د اقتصادي ودې، روغتیا او د اړتیا وړ نورو برخو کې مرستو ته ژمنتیا لري.

مولوي عبدالکبیر ښاغلي د نوموړي ډيپلوماټیک ماموریت د ترکیې او افغانستان د اړیکو په پراخېدو کې مهم او ګټور یاد کړ او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریا هیله څرګنده کړه.

نوموړي له اسلامي امارت سره د ترکیې هېواد اړیکو ته په اشارې د افغانستان او پاکستان تر منځ په خبرو کې د ترکیې او قطر له هڅو او منځګړیتوب مننه وکړه او ترکیه یې د اسلامي نړۍ مهم هېواد یاد کړ.

مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې له افغان کډوالو سره پر اصولي چلند، په ټينګار سره، د یاد هېواد د ویزو تر لاسه کول، ترکیې ته د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مهم وبالل.

د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر له افغانانو سره د ترکیې له مرستو مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د کابل او استانبول د لا نږدې اړیکو هیله څرګنده کړه.