په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنک اونال د یوه پلاوي په ملتیا د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه.
د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد، د سفیر هرکلی وکړ او ملي موزیم یې د هېواد د ستر تاریخي او فرهنګي مرکز په توګه یاد کړ.
دغهراز نوموړي د زرګونو ارزښتناکو تاریخي او کلتوري اثارو د ساتنې او خوندي کولو په برخه کې د موزیم رول مهم او ارزښتناک وباله.
د ترکیې سفیر د ملي موزیم د رییس او کارکوونکو له تود هرکلي مننه وکړه او ویې ویل: «موزیمونه په ټوله نړۍ کې د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا، د پوهې د پراختیا او د فرهنګي باور د لوړولو په برخه کې مهم رول لري، موزیمونه د نړیوالو تعاملاتو او همکاریو لپاره اغېزمن بنسټونه ګڼل کېږي او د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی.»
په پای کې ښاغلي جنک اونال خپله نېکه خاطره د ملي موزیم د خاطرو په کتاب کې په لاسلیک ثبت کړه او دغهراز د ملي موزیم د رییس لهخوا ورته د افغانستان د تاریخي او کلتوري اثارو یو کاتالوګ کتاب ډالۍ شو.

