ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې سفیر د جهادي ارزښتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، ښاغلي اونال د دې ریاست له مسولینو سره په لیدنه کې ویلي چې ترکیه په افغانستان کې د جهادي موزیمونو جوړولو برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

ورته مهال د جهادي موزیم او کارنامو رییس مولوي امداد الله منصور وویل، چې ډېر ژر به په ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ شي، چې په دغو موزیمونو کې به د شل کلن انقلاب ارزښتمند اثار نندارې ته اېښودل کېږي.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې د ښاغلي منتظر له لوري د جهادي ارزښتونو درې مهمې چاپ شوې مجلې (الصمود، شهامت او څرک) د ترکیې سفیر ته ډالۍ شوې.