د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د باختر اطلاعاتي اژانس د رییس مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او همدارنګه د ۵۱۶ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم اړینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۷ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي او همدارنګه د یادې غونډې په ترڅ کې د خپرندویانو ستونزې او وړاندیزونه هم وڅیړل شول.

