ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې د ترکیې د پارلماني چارو کمېسیون له رییس سره لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې قاري حمیدالله تمکین، د ترکیې د پارلماني چارو کمېسیون رییس او د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال، سلیمان سویلو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې ښاغلي سویلو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشي ته ښه راغلاست وویل او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري، علمي او دیني اړیکو د پراختیا په برخه کې مهمه یاده کړه.

 ښاغلي سویلو ټینګار وکړ، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې د لوړو اسلامي، تاریخي او کلتوري ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي او تل د پراختیا او پیاوړتیا په حالت کې دي.

دغه راز قاري حمیدالله تمکین په تېرو کلونو کې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د ترکیې هېواد رول ته په اشارې د دې هېواد په تعلیمي، کلتوري، ټولنیزو او نورو برخو کې له پراخو همکاريو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د کلتوري او علمي اړیکو پیاوړتیا کولای شي چې د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي لا ښه زمینه برابره کړي.

همدارنګه ښاغلي تمکین هیله ښودلې، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ به په راتلونکې کې لا ډېرې پراخې شي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواوو په ورته ناستو جوړولو باندې ټینګار وکړ او دغه ناستې یې د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، تجربو شریکولو، ګډو فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا په موخه اړینې وبللې.