ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوی عتیق الله عزیزي په مشرۍ د فرهنګي او هنري جایزو د کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي ناسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال مولوی عتیق الله عزیزي په مشرۍ په یاد معینیت کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کلتوري او هنري جایزو د کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د کلتوري او هنري برخو ګڼ شمېر ادیبانو، هنرمندانو او د یادې سیالۍ قضاوت پلاوي ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې مولوي عتیق الله عزیزي ګډونوالو ته د یادې سیالۍ پر اهمیت، موخو او کلتوري ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي عزیزي د فرهنګي او هنري جایزو د کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د هنري او ادبي اثارو د ارزونې په بهیر کې دې روڼتیا، عدالت او مسلکي اصول په پوره توګه مراعات شي، ترڅو د غوره استعدادونو د رښتینې پېژندنې ترڅنګ د نورو هنرمندانو هڅونې ته هم زمینه برابره شي.

ګډونوالو د هنري اثارو د کتنې او ارزونې د طرزالعمل په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې د دغو سیالیو د ښه ترسره کېدو په موخه به له خپل مسولیت سره سم ګډ کار او همکاري کوي.