ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: دوه تابعیته افغانان کولای شي له ویزې پرته افغانستان ته سفر وکړي

بهرنیو چارو وزارت د ځینو رسنیو له لوري خپاره شوي هغه مطالب رد کړل، چې ګواکې اسلامي امارت د دوه‌ تابعیته بهر مېشتو افغانانو لپاره خپل هېواد ته د راتګ پر مهال د افغانستان ویزه اړینې ګرځولې.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې اړه هېڅ کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

یاد وزارت څرګنده کړې، هغه افغانان چې غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، د خپل افغاني هویت په ښکاره کولو سره کولای شي له ویزې پرته افغانستان ته سفر وکړي.