د افغانستان اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي ادارې، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون او یما پطرول تجارتي شرکت په ګډې همکارۍ نن پنجشنبه د بزکشۍ اووم پړاو سیالۍ د وزلوبې په ملي لوبغالي (یکهتوت) کې پیل شوې.
د دې سیالیو پیلیز مراسم او ډلهییزه لوبه نن ترسره شول او رسمي لوبې یې سبا (جمعه، د لېندۍ ۲۱مه) پیلیږي.
په دې سیالیو کې ۱۱ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د کورني او بهرني چاپندازانو په لرولو سره به د ۱۰ ورځو په موده کې خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

