ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه وکړه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د ښاروالیو او امارتي ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول وارزول شول او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول.

په پای کې، په اجنډا کې د شامل شويو نورو موضوعاتو د لا زیات تدقیق لپاره جلا کمېټو ته دندې وسپارل شوې.