ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزیر د صرافانو د ټولنې له مسولینو سره لیدنه کړې

د ماليې وزیر ملامحمد ناصر اخوند د شهزاده سرای له رییس بهرام خان ځدران او د صرافانو ټولنې له مسولینو سره لیدنه کړې.

د ناستې په پیل کې د صرافانو ټولنې رییس د مالیې وزارت له مسولینو څخه مننه کړې، چې په اړوندو برخو کې یې د صرافانو له پاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

بهرام خان ځدران ډاډ څرګند کړی، چي صرافان به د مالیاتي پروسې د غوره تطبیق په موخه خپل مالیاتي مکلفیتونو په ښه ډول او ټاکلي وخت ترسره کوي.

دغه‌راز د صرافانو ټولنې مسولینو، په اړوندو برخو کې د لا غوره اجرااتو په موخه خپل وړاندیزونه، ستونزې اوغوښتنې شریکې کړې دي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ماليې وزیر ویلي، سره له دې چې د اسلامي امارت د بیا ځلې حاکمیت څخه راوروسته د هېواد ملي بودیجه په خپلواکه توګه له داخلي منابعو څخه تمویلیږي، بیا هم مالیې وزارت هېوادوالو ته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو د اخیستلو په برخه کې همکاري کړې او د اجراکولو په برخه کې یې اسانتیاوي برابرې کړې دي.

د نوموړي ډاډ ورکړی، چې د هېواد د صرافانو وړاندیزونو، ستونزو او غوښتنو ته به هم په اصولي ډول رسېدنه وکړي.